د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د تېز باران، بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی. د دغې ادارې له خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. دغه وزارت ويلي، چې د دوی د اټکل له مخې، نن به د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې شدید ورښتونه او سېلابونه رامنځ ته شي. د دوی د معلوماتو له مخې، چې په بېلابيلو سېمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کيلومتره وي.