د سرپل ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کډوالو لپاره د ۱۱۴ کورونو د جوړولو چارو د پيلېدو خبر ورکړی. د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد ويلي، چې یاد کورونه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږی. ورته مهال یاد ولایت ته راستنېدونکو کډوالو د دولته له دغه کار څخه ستاینه کړې ده.