د جوزجان په فیض اباد ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال د دغه ښوونځي ودانۍ پرانیستې مراسمو پر مهال له کورنیو وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولیږي او له دې لارې د هېواد په پرمختیا او ودانولو کې ونډه واخلي. یو شمېر ښوونکي وايي، د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړول او نورې درسي اسانتیاوې به د زده کړو په بهیر مثبتې اغېزې وکړي. د دغه ښوونځي په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې د جوزجان د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ دا مهال دغه ولایت کې له ۱۲۰ زیات ښوونځي ودانۍ نه لري او له ۴۰ زره زیات زده کوونکي کېږدیو، کرایي کورنو او یا هم په ازاده فضا کې په زده کړو بوخت دي.