د امریکا د فدرالي څېړنو اداره وایي، راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د برید له یوې هڅې روغ وتلی دی. رویټرز خبري اژانس د دغې ادارې په حواله لیکلي، پر نوموړي د برید دغه هڅه پرون د سپتمبر په پنځلسمه په فلوریدا کې د ټرمپ د ګلف کورس نه بهر شوې ده. که څه هم خبر کې د ټرمپ د وژلو د هڅې نور جزیات نهشته، خو رویټرز د پولیسو د سرچینو په حواله ویلي چې، له کوره بهر ډزې شوې دي. د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مسوولينو هم ویلي، نوموړی هغه ته نږدې له شویو ډزو روغ وتلی، خو جزیات یې نهدي ورکړي. سيانان ټلوېزیون د فلوریدا د ځایي چارواکو په حواله ویلي، مشکوک برید کوونکی نیول شوی دی.