د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د ډاکار موسسې په مالي مرسته یې د خوست د صبریو ولسوالۍ په ابوخیل کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارله. د مسوولینو په خبره، د دې شبکې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنۍ د پاکو له اوبو څخه برخمنې شوې دي. د اوبو د یادې شبکې د جوړېدو پر مهال د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.