مالیې وزارت ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له پرېکړې سره سم یې د تېر حکومت د پاتې یو شمېر بهرنیو بنسټونو له پاتې پورونو یې ۲.۷میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی دی. د مالیې وزارت د خبر له مخې، دغو بهرنیو بنسټونو څخه نړېوال بانک ته څه کم ۹۱۰ میلیونه افغانۍ اسیایي بانک ته نږدې ۱.۹ میلیارده افغانۍ بېرته ورکړل شوې دي. یاد وزارت ویلي، روان ۱۴۰۳مالي کال یې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو د پورونو د ورکړې په موخه له ملي بودجې یوه اندازه پیسې ځانګړې کړې، چې د پور ورکوونکو بنسټونو له غوښتنې او د حکومت د رهبري له لارښوونې سره به یادو بنسټونو ته ورکړل شي. دغه وزارت زیاته کړې، تېرو درېیو کلونو کې سرپرست حکومت له هیڅ بهرني هېواد یا بنسټ څخه پور نه دی اخیستی، بلکې هڅه کوي له تېر څخه ورپاتې پورونه هم له شوي قرار داد سره سم بیرته ورکړي، تر څو افغانستان د هیڅ کوم بهرني هېواد یا بنسټ پوروړی پاتي نه شي. د یادولو ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت هم څلورو ګاونډیانو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا له درکه ۶۲۷ میلیونه ډالر پور ور خلاص کړ.