د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ به د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي. له دغې غونډې وروسته به افغانستان په اړه نور بحثونه هم وشي. په دې غونډه کې به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما بهوس او د مدني ټولنې استازې هم ګډون وکړي.