د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسوولینو د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو په اړه د تشرېح پروګرام کې ویلي، چې د تېر یوه کال په موده کې یې، ۳۴ بېلابېل کتابونه چاپ کړي او ۲۵ نور یې ژباړلي دي. د مسوولینو په خبره دوی په تېرکال کې د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې کړي او ۲۰۸ نورې تر کار لاندې دي. د دې ادارې له لوري د هېواد په کچه، په بېلابېلو برخو کې ۵۷ کنفرانسونه او ۶ علمي -څېړنیز سیمینارونه هم جوړ شوي دي. د یادې مسوولینو دغه راز وایي، چې د تېرکال په اوږدو کې د دې ادارې څلور کسان د علمي غړي، د ماسټرۍ او دوکتورا له پروګرامونو څخه فارغ او ۲۰ کسان نور د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون په موخه، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ته ورپېژندل شوي دي.