د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د مېشتو سفیرانو، سیمه ییزو او نړۍوالو سازمانونو استازو سره ماښامنۍ کې ویلي، ټولو دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو ته یوازې له امنیتي زاویې کتل د حل لار نه ده، بلکې دا اقتصادي فرصتونه له منځه وړي. نوموړي خپلو خبرو کې ویلي، سرپرست حکومت د افغانستان او سیمې ښېرازي یو له بل سره تړلې بولي او له ټولې سیمې هیله لري، چې د مشروع ګټو په نظر کې نیولو سره یو بل سره همکاري وکړي. سرپرست وزیر ویلي، سیمه کې اقتصاد محوره سیاست ته لومړیتوب ورکولو نښې نښانې ښکارې او هیله ده، چې ټول لوبغاړي اقتصاد محوره تګلاره غوره کړي. نوموړي له نورو ګډونوالو غوښته کړې، چې د خپلو هېوادونو او ولسونو د هوساینې او پرمختګ لپاره باید منفي سیالیو، امنیتي او صفر مجموعې له زاویو تعامل پر ځای د ګټې-ګټې له مثبتې زاویې مسایلو ته وګوري. نوموړي د سیمې هېوادونو سره اړیکو ته په اشارې ویلي، د سیمې او ګاونډي هېوادونه باید کوچني مسایل شاته پرېږدي او لوی پرمختګونو ته دې مخه کړي، څو ولسونه ښېرازه شي.