د سرپرست حکومت اداري مرستیال په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره د مخه ښې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د نوموړي د کړنو قدرداني کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی. دې کتنه یادګار خواجه شادمانوف ویلي، چې د خپل ماموریت پرمهال یې په دې هیواد کې کوښښ کړی چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې لاډېرې پیاوړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې د ازبکستان دولت د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی، او د هېواد سوداګر او پانګوال یې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او انرژۍ په برخو کې پانګونې ته چمتو دي.