د روسیې ولسمشر، ویلادیمیر پوتین امر کړی چې د دغه هېواد پوځ دې له ۱۸۰ زرو، ۱ اعشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي. رویټرز خبري اژانس د کرملین ماڼۍ له لوري د خپاره شوي فرمان له قوله ویلي، د روسیې ټول وسله وال ځواک دې ۲ اعشاریه ۳۸ میلیونه ته لوړ شي چې یو نیم میلیون پکې باید یوازې سرتېري وي. راپور زیاتوي که روسیه د پوځ شمېر یو نیم میلیون ته لوړ کړي دا به له چین وروسته د نړۍ په لوړ شمېر پوځ بدل شي.