د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په سیرو او شامیرکوټ کلیو کې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل شوې. د مسوولینو په خبره په دغو شبکو کې د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول چې هره ذخیره ۶۰ متر مکعب وړتیا لري، د ۸۸۲۲ مترو په اوږدالي پایپ غځول، د ۲۴۵ شيردهنونو او سولر تختو نښلول شامل دي. د اوبو د یادو شبکو د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړو کلیو ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.