د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بلخ ولایت د البرز، چمتال، شولګره او کشنده ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د ۲۶،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ چکډیمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې. دغه وزارت ویلي، چې یاد چکډېموه په ټولیز ډول د ۳۶ زره ۹۵۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د چارواکو په خبره د یادو کوچنیو بندونو د کار په جریان کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.