د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن مصر ته په سفر ولاړ شي او هلته به په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د یرغمل شویو کسانو په اړه خبرې اترې وکړي. واشنګټن قطر او مصر له تېرو څو میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې د اسراییل او فلسطین تر منځ د جګړې د درولو او د اسراییلي او فلسطیني یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي. د اسراییل او فلسطینیانو تر منځ د لسیزو جګړې وروستۍ خونړۍ جګړه د تېر اکتوبر په اوومه نېټه هغه مهال پیل شوه، چې حماس پر اسراییل برید وکړ. د اسراییل د شمېرو له مخې، حماس ډلې ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل.