ایران کې یوشمېر افغان کډوال دغه هېواد کې د وروستیو اونیو پرمهال د دوی پر وړاندې د حکومتي چارواکو چلند او څرګندونو اندېښمن کړې دي. دوی وايي، د بېاسناده افغان کډوالو ترڅنګ هغه افغانان هم زورول کېږي چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د یاد هېواد په یوشمېر ولایتونو کې چارواکو پرېکړه کړې چې افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږدوي. د دوی په وینا، د بېاسناده کډوالو ترڅنګ قانوني کډوال هم د ایران د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول کیږي او ځورول کېږي. ایران کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي، افغانستان کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله نهشي، کولای بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. دوی شکایت کوي چې ایران کې هم د اوسېدو او کارکولو اجازه نهلري او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.