د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال ترپایه اړمنو افغانانو سره د مرستو چمتو کولو لپاره په بیړني ډول ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري. دغه پروګرام نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال لسګونه زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې لږترلږه ۱۲ میلیونه کسان په دې نه پوهیږي چې راتلونکې خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي. همداشان د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته امیدواره او ماشومانو ته د شیدې ورکوونکو میندواود پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو د شمیر په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې همدا اوس په دغه هیواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان د خوارځواکۍ له ناروغۍ څخه کړیږي.