لبنان کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د ایران د سفیر په ګډون ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په پلازمېنه بېروت کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله د لبنان لپاره د ایران د سفیر په ګډون نږدې درې زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه چاودنو کې ۹ تنه وژل شوي او نږدې ۳ زره نور ټپیان دي. راپور زیاته کړې چې د لبنان حزب الله ډلې د دغو بریدونو پړه پر اسراييل اچولې او د غچ اخیستو ګواښ یې کړی دی.