په کابل کې د ازبکستان سفير خواجه یادګار شادمانوف د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره د مخې ښې لیدنه کې ویلي، چې نږدې راتلونکي کې یو بل ازبک پلاوی هم د برېښنا په برخه کې د همکاریو او امو سیند څنډو د تحکیماتو په موخه کابل ته راځي. شادمانوف په نږدې ورځو کې تاشکند ته د افغان سفیر د تګ د تابیا یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ازبکستان تخنیکي ټيمونه په افغانستان کې د پخوانیو تولیدي کارخونو د بیا رغونې پلان لري. دغه راز دې لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي په سیمه کې د اقتصادي پروژو برخه شي.