د غزني انګورو حاصلات سږکال له ۱۰ تر ۱۵ سلنه زیات شوي. د غزني د کرنې ریاست د بڼوالۍ مدیر احمد جاوېد لالي ویلي، چې سږ کال د غزني په ۱۸ ولسوالیو کې د انګورو د مختلفو ډولونو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي دي. ورته مهال د تازه میوې په تېره بیا د انګورو ځينې سوداګر د سړو خونو او د پلور پر وخت د ګمرکونو له بندوالي سر ټکوي. دوی وايي، چې سرپرست حکومت باید په دې برخو کې اړین ګامونه اوچت کړي. د یادولو وړ ده، چې غزني کې هر کال د انګورو سربېره الوبالو، هندواڼې، خټکي، ګیلاس، مڼې او نورو میوو پریمانه حاصلات ورکوي. مګر ډیر وخت د مناسب بازار نه موجودیت له امله کروندګر او بڼوال په لویه کچه زیان ویني.