د نیمروز ولایتي مسوولین وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۱۲۰۰ د بې کیفیته تیلو ټانکرونه ایران ته ورګرځولي دي. د مسوولینو په خبره په دې موده کې له ۱۵ زره زیات د تیلو ټانکرونه د ورېښمو پُله له لارې نیمروز ته وارد شوي دي. د نیمروز په بازارونو کې د بې کیفیته تېلو شته والي د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د نیمروز اوسېدونکي وایي، د بې کیفیته تېلو استفادې له امله یې موټر له تخنیکي ستونزو سره مخ وي. تر دې وړاندې هم د نیمروز ولایت سیمهییزو مسوولینو په ځلونو ایران ته د بې کیفیته تېلو د بېرته ګرځولو خبر ورکړی و.