د سترې محکمې مسوولینو ویلي، تېر کال په ټولیز ډول ۲۵۰ زره ۷۶۲ حقوقي او جزایي قضیې په ابتدائیه، مرافعه او تمیز محکمو کې دوران شوې دي. د یادې محکمې مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، د دغو قضیو له ډلې ۲۰۳ زره ۴۷۸ قضیو ته په ابتدائیه، ۳۴زره ۷۶۲ ته په مرافعه او ۷۸۹۲ قضیو ته په تمیز محکمو کې رسېدنه شوې او پاتې یې تر کار لاندې دي. د سترې محکمې چارواکی وايي، همدې موده کې په ټولیزه توګه ۱۸۵زره ۵۹۱ دوسیې حل او فصل شوې چې له دې ډلې یې ۸۰۰۵ د نشه یې توکو او ۳۳۷۳ د ښځو د شرعي حقونو اړوند دي. همداراز د سرپرست حکومت د مشر د حکم له مخې د اخترونو په مناسبت ۲۳۰۴ تنه بندیانو خوشي کول او د ۱۹۲۰ تنو نورو په بند کې تخفیف ورکولو ترڅنګ ۱۷۹ زره ۸۱۸ وثیقو اجرا او ډېټابېس کې ثبتول د دغې محکمې نورې لاسته راوړنې دي.