د پکتیکا ولایت د سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایي، چې په یاد ولایت کې د دوو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره د یاد ولایت په خوشامند او اومنې ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې د یادو بندونو په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کارزمینه بربره شوې وه او د ۲۵ زره ۸۱۵ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري. د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیارغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.