د چمن پرلتوال وایي، چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان له حکومت سره هیڅ ډول معامله نه مني. دوی وایي، د پاسپورټ او ویزې په جبري کېدو سره په سویلي پښتونخوا کې سوداګري او د خلکو اقتصاد په لوی لاس د پاکستان د حکومت لهخوا زیانمن شوی دی. د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون پرلت له تېر یوه کال راهیسې دوام لري. بلخوا د سیاسي ګوندونو مشران او قومي مخور وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو خپل سرې پرېکړه په هیڅ توګه دوی ته د منلو نه ده.