د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ۵۶۰ روږدي کسان فارغ شوي دي. د مالوماتو له مخې دغو روږدو کسانو د څلورو میاشتو په موده کې د ګنډلو، بوټانو جوړولو، برېښنا، ترمیم او د کور د وسایلو د ترمیم عملي او نظري مهارتونه زدهکړي دي. په ورته وخت کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال ویلي، چې دغه وزارت د هېواد په کچه د کاري پروګرام له مخې په هر زون کې د کار لپاره د تخنيکي او حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړې ده. په نشهيي توکو پنځه سوه روږدي او د يادو څانګو له مخې يې د کار وسايل وېشلي دي. په داسې حال کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښوونیزو او حرفوي مرکزونو څخه د روږدو کسانو د خلاصون خبر ورکوي، د سرپرست حکومت چارواکو اعلان وکړ چې په پلازمېنه کې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې لړۍ روانه ده.