د زابل ولایت د مرکز او شاوخوا ولسوالیو یو شمېر د انګورو بڼوال وایي، چې زراعتي ناروغیو یې د روان کال حاصلات زیانمن کړي دي. په ورته وخت کې ځايي مسؤولين وايي چې په ياد ولايت د تېر کال په پرتله د انګور په حاصلاتو کې د کميت له درکه زياتوالی راغلی دی. د ياد ولايت د کرنې او مالدارۍ ريس که څه هم د انګورو د بازار په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې د حاصلاتو د ښې روزنې برخه کې به د سیمې کروندګرو ته په راتلونکي کې روزنه ورکړي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پربنسټ تېرکال له دغه ولایت څخه د ۳۷ ميلونه ډالرو په ارزښت څه باندې دوولس زره ټنه آبجوشې بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته صادرې شوې دي.