د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د اروزګان چنارتوی ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې ډېر ژر به دې ولایت کې د اغاجان او شفلوغ بندونو د جوړولو چارې پیل شي. سرپرست وزیر د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې اروزګان ولایت ته د لمریزې برېښنا پروژه او له کجکي بند څخه د برېښنا رسونې پروژه د دغه وزارت په پلان کې شامل دي چې راتلونکي کې به یې چارې پیل شي.