د سرپرست حکومت اداري مرستيال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ مرستيال، اندريکا راتوته او مل پلاوي سره کتلي دي. د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د ملګرو ملتونو سازمان له افغانانو سره د مرستو د دوام غوښتونکی دی او د سرپرست حکومت له رهبرۍ يې تمه ښودلې چې اړمنو ته د دغو مرستو رسولو په برخه کې ورسره هر اړخيزه همکاري وکړي. اخوا اداري مرستیال زیاته کړې، د سرپرست حکومت رهبري په ټول توان د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او په مختلفو سيمو کې د انکشافي پروژو تطبيق لپاره هڅې کوي او له ملګرو ملتونو سازمان او نورو مرستندويه بنسټونو و غواړي چې د لا زیاتو کاري فرصتونو رامنځته کولو، کروندګرو ته د نشه يي توکو د بديل معيشت او د کډوالۍ د مخنيوي لپاره په مختلفو برخو کې له افغانانو سره همکاري وکړي.