د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د یوې برخې نړېدو له امله درې تنه کارګر مړه شوي دي. د د دغه ولايت يوې ځايي سرچينې ويلي، چې دغه کارګران د خم بهار او دو درګي په کليو کې د خاورو په يوه غونډۍ کې، چې ويل کېږي د سرو زرو يو کان پروت دی، د سرو زرو د ترلاسه کولو لپاره د شګو په مينځلو بوخت وو، چې يوه برخه يې پرې را نړېدلی ده.