د خیبر پښتونخوا جنوبي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په مرکز وسله وال بريد کې شپږ تنه پاکستاني ځواکونه وژل شوي او لس نور ټپيان دي. د ځایي پولیس چارواکو په وینا، د ټپیانو له ډلې د ۴ تنو روغتیایي حالت نازک دی. سرچېنې وایي، چې دغه برید د شپې په نهه بجو په لډها سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د وسلهوالو لهخوا شوی دی. سرچینې زیاتوي، چې تر دغه برید وروسته د پولیسو لهخوا په سیمه کې چاڼیز عملیات هم پیل شوي دي. د تحريک طالبان پاکستان ډلې د دغه بريد پړه منلې ده.