د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د یوې بهرنۍ موسسې په مالي ملاتړ د پاکو اوبو شپږ شبکې فعالې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې. د ننګرهار ولایتي مسوولین وايي، د پاکو اوبو پر دغو شبکو شاوخوا ۲۴۸ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې په بشپړېدو سره یې نږدې ۱۸ زره کسان د څښاک له پاکو برخمن شول. د سیمې خلک چې وړاندې تر دې یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او یا یې هم له لرو سېمو اوبه راوړې د دې پروژو پر فعالیت خوښ دي. د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، پلان لري، چې د ننګرهار په هغو لرې پرتو ولسوالیو کې د بیارغونې پروژې پلې کړي، چې په تېر کې ورته پاملرنه نه وه شوې.