د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه ټپيان شوي دي. د دغه ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې دا ترافیکي پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په ټوپ دښته سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لاره د سراچې او ټوډي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د میدان وردګو امنیې قومندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د یادې پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي. د دغې ترافیکي پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.