اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره د ۳۹ میلیارد ډالره پور ورکوي. د اروپايي کمېسیون مشرې ارزولا وان دیرلین دا اعلان پرون کییف ته د سفر پرمهال وکړ او دا اقدام یې د اوکراین له بیارغونې سره یوه بله لویه ژمنه وبلله. مېرمن وان دیرلین وویل، د روسیې د بېرحمانه یرغل معنا دا ده چې اوکراین د اروپايي ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي له وان دیرلین سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د روسیې د برید پر وړاندې د ده د هېواد د بریا پلان په روان کال کې د اوکراین د متحدانو په چټکو پرېکړو متکي دی. زیلینسکي زیاته کړه چې اوکراین په پام کې لري د اروپايي ټولنې د پور پیسې د هوايي مدافعې پر تجهیزاتو، انرژۍ او د کورنیو وسلو په پېرلو ولګوي.