د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د خوړو او کرنې نړېوال سازمان په مالي ملاتړ د نږدې ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د میدان ښار سیندیزې حوزې مسوولین وایي، چې یاد ولایت د سيدآباد ولسوالۍ په شیخ آباد او تنګي سیمو کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۲۴۸ زره امریکایې ډالرو په لګښت د استنادي دېوالونو او کانالونو جوړولو چارې پیل شوې دي. د یادولو وړ ده، چې په یادو پروژو کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۶ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.