د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، دغه اداره به په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۵،۶ میلیونه کروندوګرو ته د غنمو با کیفیته تخم او کیمیاوي سره ووېشي. د ملګرو ملتونو چارواکو په کندوز ولایت کې له کروندګرو سره د دوی د اړتیاوو او د «ژمي غنمو د کمپاین» په اړه خبرې اترې وکړې. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، ټاکل شوې ده، چې د دې سازمان د «ژمي غنمو کمپاین» کې څه باندې یو میلیون ټنه غنم راټول کړي، چې په افغانستان کې به د کابو پنځه میلیونه کسانو اړتیاوې پوره کړي. یاد سازمان زیاته کړه، چې په افغانستان کې نږدې دوه میلیونه نورو کسانو ته د غنمو د تامین لپاره ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.