د اقتصاد وزارت ویلي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان ناخالص تولید دوه اعشاریه اوه سلنه زیات شوی دی. د دغه وزارت ویاند دغه زیاتوالی د صادراتو پراختیا، له خصوصي سکټوره د ملاتړ او نورو لاملونو له امله بولي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د ناخالص کورني تولید د زیاتېدو لپاره د تولیدي سکتورونو پر ملاتړ ټینګار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د اقتصاد وزارت د صادراتو پراختیا، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ثبات، د اسعارو د قاچاق مخنیوی، د لومړنیو موادو د بیې راټېټېدل، د لویو لارو بیارغونه، د ملي پروژو پلي کېدل او په بېلابېلو سکتورونو کې تشبثات د ناخالص کورني تولید په زیاتېدو کې اغېزناک ګڼي.