په پاکستان کې د یو شمېر سفیرانو کاروان ته څېرمه په یوه چاودنه کې یو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. پاکستاني چارواکو ویلي چې بهرنیو ډیپلوماتانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی. برید د خیبرپښتونخوا په سوات دره کې شوی دی. پولیسو ویلي ټاکل شوې وه د ۱۲ هېوادونو سفیران په مینګوره کې د سوات د سوداګرۍ خونې تر غونډې وروسته په چکر ملم جبې ته ورشي چې په لار کې ورسره د مل پولیسو په موټر چاودنه وشوه. چارواکي وايي چې د روسیې، ایران، قزقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اېتوپیا، اندونیزیا، پرتګال، بوسنیا، زېمبابوې، وېتنام، او روانډا سفیران سوات ته تللي وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا سفیران د ورځې تر پایه په خوندي توګه اسلامآباد ته رسول شوي دي.