افغانستان د کرنیزو منابعو له پلوه یو له بډایه هیوادونو څخه دی. د دې هیواد د کرنې حاصل د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري، خو لا هم د هېواد کرنیز محصولات او میوې په سمه توګه نړیوالو بازارونو ته نه دي وړاندې شوي. په دې برخه کې، د کرنیزو نندارتونونو جوړول یوه غوره لار ده چې کولی شي افغان بزګرانو ته فرصتونه برابر کړي، څو خپل محصولات په کور دننه او بهر نندارې ته وړاندې کړي.
افغان سرپرست حکومت، په ځانګړې توګه د کرنې او سوداګرۍ وزارتونه، مکلف دي چې په افغانستان کې کرنیز نندارتونونه په منظم ډول جوړ کړي. دا نندارتونونه نه یوازې د افغانستان د کرنې پراختیا ته وده ورکوي، بلکې د بزګرانو لپاره د هڅونې او ملاتړ یوه مهمه وسیله ده. د کرنیزو محصولاتو نندارې ته وړاندې کول به افغان بزګرانو ته دا فرصت ورکړي چې خپل محصولات په نړیوالو بازارونو کې د سیالۍ وړ وګرځوي او په دې توګه د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک ګام واخلي.
کرنیز نندارتونونه کولی شي د افغانستان میوې او کرنیز محصولات نړیوالو سوداګرو ته ور وپېژني، چې په نتیجه کې به د صادراتو کچه لوړه شي او د هېواد کرنیز سکتور به له پیاوړتیا څخه برخمن شي. د دې نندارتونونو له لارې، افغان بزګران کولی شي له نړیوالو تجربو څخه ګټه پورته کړي او د خپلو محصولاتو کیفیت او مقدار ښه کړي. سربېره پر دې، دا نندارتونونه د هېواد دننه سوداګرو ته هم یوه ځانګړې موقع برابروي چې د خپلو محصولاتو لپاره نوي بازارونه پیدا کړي.
د کرنیزو نندارتونونو جوړول د افغان سرپرست حکومت لپاره یو مهم او ستراتیژیک ګام ګڼل کېږي. په دې توګه، حکومت کولی شي د بزګرانو ملاتړ وکړي، هغوی ته د هڅونې او پرمختګ موقع برابر کړي، او په نهایت کې د افغانستان اقتصادي ودې ته یو مثبت لوری ورکړي. دا نندارتونونه به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادراتو ته نوي بازارونه ومومي او د هېواد کرنیز سکتور به نوره وده وکړي.
حکومت ته پکار ده چې نه یوازې په لویو ښارونو کې، بلکې په لرې پرتو سیمو کې هم دا نندارتونونه جوړ کړي. بزګران باید په خپلو سیمو کې د خپل محصول نندارې او د نورو تجربو څخه د زده کړې فرصتونه ولري. د کرنیزو نندارتونونو له لارې، حکومت کولی شي د بزګرانو سره خپلې ژمنې پوره کړي او هغوی ته د پرمختګ فرصتونه برابر کړي.
په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې د بزګرانو لپاره دا نندارتونونه کولی شي د هغوی اقتصاد ته خورا زیاته ګټه ورسوي. ډېری بزګران د نړیوالو بازارونو له معیارونو او اړتیاوو څخه بې خبره دي. که په هیواد کې په منظم ډول کرنیز نندارتونونه جوړ شي، نو دوی به وکولی شي چې له نړیوالو او کورنیو بازارونو سره اشنا شي، خپل محصولات په ښه توګه وړاندې کړي، او د کرنې په برخه کې د پرمختګ او ودې لپاره نوي مهارتونه زده کړي.
په پایله کې، د افغان سرپرست حکومت د کرنې او سوداګرۍ وزارتونه باید په افغانستان کې د کرنیزو نندارتونونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي. دا نندارتونونه نه یوازې د کرنې سکتور ته وده ورکوي، بلکې د بزګرانو د ملاتړ او هڅونې لپاره هم یوه اغېزمنه وسیله ده. افغان بزګران به په دې توګه وکولی شي چې خپل محصولات په نړیوالو بازارونو کې نندارې ته وړاندې کړي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې رغنده رول ولوبوي.