د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس په کابل کې د چین سفارت له شارژدافیر بائو يوهوی سره کتلي دي. په دې کتنه کې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د چين جمهوریت د همکاريو مننه کړې او ويلي يې دي چې که چېرې د اقلیمي بدلون له امله افغانان زیات متضرر شي او نړيوال یې لاسنیوی و نه کړي؛ نو نړيوالو ته به یې هم ډېر زیانونه ورسېږي چې بیا به یې جبران ډېر سخت او په یوه لویه ننګونه بدل شي. هغه د چین سفارت له شارژدافیر څخه په تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تجهیز، په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د خبرداري او اور وژنې سیستمونو فعالولو او پاکې انرژۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. په دې لیدنه کې د چین سفارت شارژدافیر له افغانستان سره د خپل هېواد د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.