له پیښو سره د مبارزې ملي ادارې او (یونین ایډ) موسسې ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې به یاده موسسه په تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې له ۸۵۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره د ١٥٤ زره ٩٥١ امریکایي ډالرو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړي. له پېښو سره د مبارزې رییس ملا نورالدین ترابي ویلي، هڅه باید وشي چې د هر ډول پېښو ځپلو سره د مرستو جاري ساتلو ترڅنګ د مرسته کېدونکو موادو کیفیت ته پاملرنه وشي. نوموړي زیاته کړې، د ټولو همکارو موسسو سره همکارۍ ته چمتو دي.