د ایران د ښوونې او روزنې وزیر عليرضا کاظمي خبریالانو ته ویلي چې، په ایران کې د افغان زدهکوونکو د نوملیکنې لپاره لازم چمتووالی په پام کې نیول شوی دی. کاظمي زیاتوي، اوسمهال په ایران کې ۶۰۰ زره افغان زدهکوونکي حضور لري چې، د ایراني زدهکوونکو له نوملیکنې وروسته به د افغان زدهکوونکو نوملیکنه هم پیل شي. په ایران کې ځينې افغان زدهکوونکي هم ټینګار کوي چې، زدهکړه د هر انسان حق دی او باید دوی ته د زدهکړو اجازه ورکړل شي. ورته مهال، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وايي، ایران باید افغان زدهکوونکو ته د زدهکړو اجازه ورکړي. عبدالمطلب حقاني زیاتوي، په ایران کې باید افغان زدهکوونکو ته د زدهکړو لا ښه زمینه برابره شي. تر دې مخکې د ایران د کرمان والي ویلي و چې، په دغه ولایت کې د ښوونځیو مدیران د ناقانونه افغان کډوالو د ثبتولو حق نهلري او که دا کار وکړي، نو له هغو سره به جدي چلند وشي.