د فاریاب د روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړېدو او پرانیستلو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس، فضل هادي فاروق، ویلي، چې د مرکز په میمنې ښار کې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د مور او ماشوم د روغتیایي خدمتونو لپاره یو روغتیایي مرکز جوړ او پرانیستل شوی دی. په دې مرکز کې به امیندوارې میرمنو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼ روغتیایي خدمتونه وړاندې شي. د سیمې اوسېدونکي د یاد روغتیایي مرکز په جوړېدو خوښ دي او له دولت څخه په نورو سیمو کې د ورته روغتیایي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه کوي.