د سمنګانو ولایت په فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې د درېیو اوبو رسولو شبکو په جوړېدو سره ۴۹۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغولو او پراختیا رییس اختر محمد منصور ویلي، چې د یاد ولایت په فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې د (ان. سي. ای) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه ۲۳۰ زره ۳۷۲ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړېدو چارې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به یې د یادو ولسوالیو ۴۹۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. ورته مهال د غور ولایت د مرکز فېروزکوه په دهن تله کلي کې د یونیسیار ادارې له لوري د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت په سولري سیسټم سمباله د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.