د هرات ښاروال ویلي چې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ښار په درېیمه ناحیه کې د ۳۰۲۶ متره په اوږدوالي د یوه کانال د رغولو چارې پيل شوې دي. هغه له خلکو وغوښتل چې د ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مالیې په ورکړه کې له یادې ښاروالۍ سره همکاري وکړي. نوموړي ښاریانو ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی پیسې به په مستقیم ډول د ښاري حالت د ښه والي او د هغوی د عمومي هوساینې په برخه کې ولګول شي. د یادې پروژې چارې به په ۳ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.