د عامې روغتیا وزارت مرستیال په انلاین بڼه په جي ۵ کنفرانس کې ګډون کړی. عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه کنفرانس کې له پاکستان سره پر فرضي کرښه او ایران، تاجکستان او عراق سره پر پولو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې. غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال، عبدالولي حقاني د ملاریا، ډېنګي او بیزو تڼاکې په څېر ساري ناروغیو او د هوا د بدلون د اغېزو د مخنیوي په موخه د یوې ګډې سټراټيژۍ په جوړولو ټينګار وکړ.