د صنعت او سوداګرۍ ویلي، چې د متشبثینو د پیاوړتیا، د بېوزلو د اقتصادي ودې او د کورنیو د ژوند ښهکېدو لپاره یې د څه باندې اووه میلیونه ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. دغه هوکړه لیکونه د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د ۹ ملي او نړیوالو بنسټونو د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شول. ټاکل شوې، چې دا پروژې به په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، بامیان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، کونړ، غزني، لغمان، پکتیکا، خوست، پروان، فاریاب او پکتیا ولایتونو کې پلې شي.