د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال ویلي چې، د تېر کال له سپټمبر میاشتې تر اوسه څه باندې ۷۰۰ زره کډوال افغانستان ته را ستانه شوي دي. جمال د افغان کډوالو په زور یا اجباري توګه ایستل د خواشینۍ وړ بللي او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې، افغانانو ته له عزت سره، د بېرته راتګ زمینه برابره کړي. نوموړی زیاتوي چې، له افغانانو سره د مرستې لپاره د غوښتل شويو ۲۱۵مېلیونه ډالرو یوازې ۵۰ سلنه یې تمویل شوي دي او د بودیجې کموالی راستنېدونکو کډوالو ته د نهرسېدنې له اغېزمنو لاملونه ګڼي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ رییس دغهراز وایي چې، یاد بنسټ له نورو هېوادونو څخه افغان کډوالو ته د باثباته را ستنېدو لپاره د زمینې د برابرولو په لټه کې دی.