د مرکزي بانک د وياند په وينا، په تېره يوه مياشت کې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د هېواد د اسعارو ارزښت ٢،٢٤ افغانۍ لوړ شوى دى. د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د افغانیو بیه لوړه شوې؛ خو د خوراکي توکو بیې نه دي راټيټې شوې. ورته مهال د افغانستان بانک وایي، د غوره پولي سیاستونو د پلي کېدو، د ډالرو له قاچاق څخه د مخنیوي، د صادراتو د زیاتوالي او د اسعارو په مارکېټونو کې له افغاني بانکنوټونو ګټنه؛ د دې لامل شوی، چې په وروستۍ یوه میاشت کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت دوه اعشاریه ۲۴ افغانۍ لوړ شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک شمېرو له مخې د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی.