هرات کې د تېرکال په پرتله سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر محمدنسیم سحر وايي چې سږکال د اټکل له مخې، دغه ولایت کې به څه باندې ۲۰۰زره مټریک ټُنه انګور راټول شي. د یاد ولایت د کرنیزوچارو امر ټينګار کوي چې له بڼوال د ملاتړ په موخه به هرات کې معیاري سړېخونې جوړې کړې. د هرات د محلي چارواکو په خبره، د دغه ولایت پر څه باندې ۱۴زره هکټاره ځمکه د انګورو تاکونه شتون لري چې هر کال ترې بېلابېل ډوله انګور ترلاسه کېږي.