دامریکا په کالیفورنیا ایالت کې پرون په یوې محکمې کې دننه چاودنه شوې، چې له امله محکمه تړل شوې ده. عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې په محکمې کې دننه یو کس د اعتراض په ډول یوه چاودېدونکې وسیله وغورځوله. پولیسو اعلان کړی چې د پېښې په ځای کې یو کس نیول شوی او دوه نور ژوبل دي. پولیسو د کالیفورنیا د سانتا باربارا په ښار کې تائید کړې چې یو کس یې نیولی دی. پولیسو ویلي دي چې چاودنه په کور کې دننه په لاس د یو جوړ شوي بمب له کبله وه. دا چاودنه داسې مهال کېږي چې متحده ایالتونه د ټاکنو لپاره چمتوالی نیسي.