د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوولسمې ناحیې په ۲۸، ۳۰ او ۳۱م ګذر کې د سړک او کوڅو جوړولو (۳) پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه پروژې د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوې. په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکو د يادو پروژو پر پلي کېدو خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې دې هم د دې ناحیې په هغو سيمو کې چې له ښاري اسانتياوو بې برخې دي، ورته پروژې پلې شي. دغه راز دوی ژمنه وکړه، چې له کابل ښاروالۍ سره به د نویو جوړو شویو سړکونو او کوڅو په ساتنه کې مرسته وکړي.